د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، اسلامی كانفرانس مشر ښاغلی اوغلو صهيونست رژيم په مينځنی ختیځ كې د كړكيچ اصلی عامل معرفی كړ.
د اسلامی كنفرانس مشر اكمل الدين احسان اوغلو د امريكا خارجه وزيرې ميرمن هيلاری كلينټن ته په يوه ليك كې هغې ته وويل د اردن سين په لويدیځه غاړه او قدس ښار كې د صهيونست رژيم غير قانونی او پراختيا غواړی اقدامات د مينځنی ختیځ د سيمې د كړكيچ د آوارې لپاره د هڅو په لاره كې جدی ګواښ دی او د سيمې ثبات او آمنيت له مينځه وړی .
د اسلامی كانفرنس مشر ښاغلی احسان اوغلو ټينګار وكړ په بيت المقدس كې د صهيونست رژيم غير قانونی اقدامات په تيره بيا د صهيونست ميشته ښارګوټو جوړول . په دغه ښار كې د فلسطينيانو د كورونو ورانول او له قدس ښاره د فلسطينيانو په زوره كوچول د جينيوا د تړون او نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزی ده.
409103