IQNA

حماس د قدس په هكله د نتنياهو ګستاخې ادعاګانې وغندلې

15:50 - May 25, 2009
د خبر لمبر: 1782704
نړيواله ډله: د حماس ويندویې د غبرګولی د مياشتې په دويمه نیټه په يوې بيانیې كښې د صهيونيسټو د ولس مشر نتنياهو د خبرو په ځواب كښې، د هغې د ګستاخانه دعوو د غندلو سره سره اعلان وكړ: د نتنياهو دا خبرې د فلسطينيانو په خلاف د هغه د افراطی نسل پرستۍ تاييد كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش چې د كويت له خبری اژانس «KUNA» یې نقلوی، فوزی برهوم، د حماس ويندویې په دې بيانیې اعلان وكړ: قدس به تل د فلسطين پلازمينه وی او فلسطينيان به تل له هغې دفاع كوی.

هغه زياته كړه: رژيم صهيونيسټی سره مرسته كول د فلسطينيانو د حقونو لا زيات په خطرې كښې اچول دی او د له عربو او د نړۍ له ټولو مسلمانانو یې وغوښتل چې د رژيم صهيونيسټی مقابلې ته دې راوځی او د فلسطينيانو حمايت دې وكړی.

بنيامين نتانياهو د پنجشنبې په ورځ د فلسطين د نيولو د دوه څلویښتم كال د نماځلو په وخت دا اعلان كړی و چې فلسطين د اسرائيلو پلازمينه ده او هميشه به وی.
410071
captcha