IQNA

په بحرين كښې د حضرت امام خمينی(ره) د وفات كليزه نماځل كیږی

15:47 - May 25, 2009
د خبر لمبر: 1782716
نړيواله ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمينی(ره) شلمه كليزره به د غبرګولی د مياشتې په څلورمه نیټه د بحرين په «المأتم» امام باړې كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، چې له «أوال» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د بحرين د شيعه مسلمانانو د عالمانو شورا په يوې بيانې كښې اعلان وكړ: د بحرين په دې پروګرام كښې به سياسی، كلتوری او نور بهرنی او كورنی شخصيتونه ګډون كوی او د حضرت امام خمينی(ره) سياسی او كلتوری شخصيت به نمانځی.

هغوی زياته كړې ده چې د حضرت امام خمينی(ره) د كليزې پروګرام سره خوا كښې 23 نور كلتوری او دينی پروګرامونه هم په نظر كښې ساتل شوی دی چې پكښې د امام د انقلاب تفكر بيانیږی.
409964
captcha