IQNA

د مسلمانانو اقتدار او درناوې په دې كښې دی چې د اسلام او اتحاد په اصولو عمل وكړی

8:58 - May 26, 2009
د خبر لمبر: 1783224
نړيواله ډله: اسلامی امت نن د خپل عزت او قتدار راواپس كولو لپاره په اسلامی اصولو باندې عمل كولو او اتحاد ساتلو ته اړمن دی. او د اسلامی نړۍ مشكلات هله حل كيدی شی چې ټولې ډلې او اسلامی فرقې په دې حل لاره كښې ګډون وكړی.
د ايران د قرانی خبر اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د عربستان له (واس) خبری اژانس یې نقلوی، د اسلامی انجمنونو ستر سكتر «عبدالله بن عبدالمحسن التركی» په دمشق كښې د اسلامی هيوادنو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ناسته كښې په سوریې كښې وويل: دې وخت كښې په اسلامی نړۍ كښې ډېر ستونزې موجودې دی چې د مسلمانانو زړونه ورسره دردمن كیږی لكه د عراق، سوماليا، افغانستان، فلسطين او د سوډان «دارفور» سيمه چې داسې مشكلاتو سره مخامخ دی.

هغه زياته كړه: ځينې اسلامی هيوادونه فقر او تنګدستۍ سره مخامخ دی او ځينو كښې امنيت نشته او حالت یې خراب دی. اسلامی امت نن د خپل عزت او قتدار راواپس كولو لپاره په اسلامی اصولو باندې عمل كولو او اتحاد ساتلو ته اړمن دی. او د اسلامی نړۍ مشكلات هله حل كيدی شی چې ټولې ډلې او اسلامی فرقې په دې حل لاره كښې ګډون وكړی.
410845
captcha