IQNA

په تركیې كښې د قران او اذان د اخرنۍ مرحلې مقابله ترسره شوه

9:04 - May 26, 2009
د خبر لمبر: 1783225
نړيواله ډله: د قران د حفظ او اذان مقابله د تركیې د دينی چارو د زده كړې د مشرۍ (MEB) له خوا د غبرګولی د مياشتې په دريمه نیټه په «ازمير» ښار كښې ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبر اژانس ايكنا په ګزارش چې له Yeni Şafak یې نقلوی، په دې اخرنۍ مرحلې كښې يوولسو زده كوونكيو د حفظ قران په مقابله كښې كډون وكړ او نورو يوولسو كسانو د اذان په مقابله كښې د ازمير په «تپه كؤله»(Tepekule) هال كښې سره مقابله وكړه.

«فرقان چنار» د امام خاطب د «بورسا» ښار مدرسې، «حمزه اؤزكورت» د امام خاطب د استانبول د ښار مدرسې او «محمد آی‌ييلديز» امام خاطب د «قهرمان ماراش» د ښار مدرسې په ترتيب سره په اول، دوم او دريم نمبر راغلی.
410853
captcha