IQNA

په قم كښې د بی بی زهرا سلام الله عليها د شهادت ماتم ترسره كیږی

9:08 - May 27, 2009
د خبر لمبر: 1783752
د جمادی الثانی په دويمې نیټې چې د بی بی زهرا سلام الله عليها شهادت سره سمون لری، په قم كښې په مدينه العلم كښې په پښتو ژبه به دويم، دريم او څلورم جمادی الثانی باندې ماتم ترسره كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش د بی بی زهرا سلام الله عليها د شهادت ماتم به سبا چهار شنبې په ورځ د غبرګولی د مياشتې په ۶ نیټه د ماښام لمانځه نه وروسته د حجت الاسلام اقای سيد علی حسينی په كور مدينه العلم كښې د حجت الاسلام اقای سيد علی حسينی او د هغوی د ملګرو په مرسته، په پښتو ژبه ترسره كیږی. دا ماتم به درې شپې وی چې پكښې به مولانا ثواب علی حيدری او نور وينا وال ويناوې كوی.
captcha