IQNA

اسلامی ټولنو ته ډېر ضرر فكری بې لاريو رسولی دی

9:07 - May 27, 2009
د خبر لمبر: 1783755
نړيواله ډله: په اسلامی هيوادونو كښې عقيدتی او فكری بې لاريو په اسلامی نړۍ كښې ډېر مشكلات رامينځ ته كړی دی او په ځينې رسندويو كښې یې د اسلام نامه بدرنګه كړې ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت په (kuna) خبری اژانس یې نقلوی، د كويت د اسلامی چارو او اوقافو وزارت مرستيال «عادل الفلاح» په عربستان كښې په جده كښې د اسلامی هيوادونو د اوقافو د وزيرانو په اتمه ناسته كښې ګډون وكړ او ویې ويل: دې وخت فكری امنيت د اسلامی ټولنې لپاره له ټولو لويه او مهمه مسله ده ځكه چې په تاريخ كښې فكری بې لاريو اسلامی ټولنو ته ډېر زيان رسولی دی او تندۍ ته یې هڅولی دی.

عادل الفلاح د دينونو تر مينځ د خبرو اترو مركز ته اشاره وكړه او د ايران، آذربايجان، قطر، بحرين، چاډ و انګلينډ تر مينځ د خبرو اترو مركز هم اشاره وكړه چې په دې طريقه د مسلمانانو ډېر مشكلات او ستونزې ختميدی شی.
410666
captcha