IQNA

په لندن كښې «د قرآن مجيد د پوهيدلو اساس» دوره ترسره كیږی

14:45 - May 27, 2009
د خبر لمبر: 1784065
نړيواله ډله: «د قرآن مجيد د پوهيدلو اساس» دا دوره د تير د مياشتې په 6 او 7 نیټه د لندن د «الأزهر» اسلامی مركز «كوثر» پوهنځۍ په مرسته ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Marifah» اطلاع رسوونكی مركرز یې نقلوی، د دې دورې د ترسره كيدو مطلب دا دی چې محصلان د قران د پوهيدلو په اساس ښه پوه شی او د قران له زده كړو ګټه واخلی او په هغې باندې عمل وكړی.

دا دوره د لندن د مشهور عالم «شيخ ابو يوسف رياض الحق» په مشرۍ كښې ترسره كیږی.

په دې دورې كښې به د قران قرائت، د قران په مفهومونو باندې پوهيدل او د قران په ښودل شويو لارو باندې په صحيح طريقه عمل كولو طريقې ښودل كیږی.

كوثر پوهنځی د انګلينډ په «لستر» ښاركښې اسلامی مركز دی چې اسلام چارې ترسره كوی.
411315
captcha