IQNA

"د توحيدی دينونو تر مينځ خبرې" لومړنۍ سمينار په كرواسی كښې ترسره كیږی

12:27 - May 29, 2009
د خبر لمبر: 1784437
د افتخاری خبريالو ډله / محمود بابايی‌سواسری: د توحيدی دينونو تر مينځ د خبرو اترو لپاره لومړنۍ سمينار "په توحيدی دينونو كښې صلح" تر موضوع لاندې د سه شنبې په ورځ د غبرګولی د مياشتې په 12 نیټه د كرواسی د خبريالو او ليكوالانو په ګډون سره ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار د جمهور اسلامی ايران د كلتوری مركز په مرسته په زاګرب كښې او د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د دينونو تر مينځ د خبرو اترو د مركز له خوا ترسره كیږی.
د ايران د كلتوری ادارې غړی سيد احسان قاضی‌زاده هاشمی وويل: له شپږو مياشتو وړاندې د دې سمينار ته ترسره كولو لپاره هڅې كوو. حجت‌السلام والمسلمين «الويری»، ډاكټر «علم‌الهدی» او د ايران په مجلس كښې د يهوديانو تير نماينده «موريس معتمد» د جمهوری اسلامی ايران له خوا په دې سمينار كښې ګډون كوی.
412256
captcha