IQNA

په هندوستان كښې د مسلمانانو ښځو غونډا

12:28 - May 29, 2009
د خبر لمبر: 1784442
نړيواله ډله: د هندوستان د مسلمانانو ښځو له ټولو لويه غونډا د سه شنبې په ورځ د غبرګولی د مياشتې په پينځمه نیټۀ د «كارناتاكا» صوبې په منګلور ښار كښې ترسره شوه
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Times of India»ورځپاڼې یې نقلوی، د ښځو د انجمن «جامعه اسلامی هند» په مرسته په دې غرض چې د حقيقی اسلام د قانونونو رواج راوستی شی او ورسره د مسلمانانو د ژوند سطح اوچته كړی شی ترسره شوه.

«ركسانا اولال» د پوهنتون استاد د ټولنې مفسدو ته په پام وويل: ټولنه له حقيقی اسلامی ارزښتونو ليرې شوې ده.
هغه زياته كړه: يوازې د عربۍ نوم لرل د مسلمانۍ نښانه نه ده، بلكې مسلمان هغه څوك دی چې قران یې لوستی وی او د هغې په قانونو یې هم كړی وی او د ژوند طريقه یې د حضرت محمد(ص) له ژونده راخستی وی.

د جامعه اسلامی د ښځو د انجمن مشره ساجده مومن وويل: په دې دواړو كښې څه فرق نشته چې ته د انسانانو خدمت كوی كه د خدای او ټولو مسلمانانو ته دا حكم شوی دی چې د انسانانو خدمت وكړی.
412053

captcha