د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له oncevatan یې نقلوی، په دې نندارتون كښې د فرانس د حج او عمرې 60 دفترونو او په فرانس كښې د تركیې د سياحت ځينې مركزونو ګډون وكړ. همدارنګ د دې نندارتون په خوا كښې د اسلام له نظره د حج په اهميت او د هغې مادی او معنوی شرطونه تر عنوان لاندې يو سمينار هم ترسره شو چې عالمانو پكښې په دې هكله خبرې وكړی. 412043