د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «براثا» خبری اژانس یې نقلوی، دا مقابلې د ناصریې د «أحباب الصديقة الطاهرة(س)» قرانی مؤسسې په مرسته د دې مؤسسې د چارو په لړ كښې او اسلامی تبليغاتو په هكله او د قرانی كلتور د خپريدو لپاره ترسره شوه.
په دې مقابلو كښې، استاذانو له ګډون كوونكيو د قران د «العصر» او «الدهر» سورتونو په هكله پوښتنې وكړی چې هغوی ورته ځوابونه وركړل.
د ناصریې د «أحباب الصديقة الطاهرة(س)» قرانی تبليغاتی مركز مشر «شيخ جميل القطيفی» په ټولنه كښې د قران د كلتور په خپريدو باندې د ځوانانو او ماشومانو لپاره ټينګار وكړ.
411980