IQNA

په ټولټاكنو كښې ګډون واجب عينی دی او د دښمنانو د توطئې له منځه وړل دی

8:38 - May 30, 2009
د خبر لمبر: 1784610
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دايران په جنوب ختیځ كښې دسيستان او بلوچستان ولايت دزاهدان دشيعه مسلمانانو په جومات كښې د وروستی جنايت مسوليت داستكبارعمالو ته متوجه وباله .
دتهران دنن ورځې دجمعې لمانځه خطيب سيد احمد خاتمی دغه راز ټينګار وكړ چې دزاهدان په جومات كښې په بم چاودنې كښې دامريكا او اسرايلو لاس او لارښونه كاملا ښكاره ده .
خاتمی دايران په لويدیځ كښې كردستان ولايت ته داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای تيرې اونۍ سفر ته په اشارې سره دغه سفر دشيعه او سنی مسلمانانويو بل ته دنږدې كولولپاره اغيزمن ګام وجاجوه او زياته یې كړه په زاهدان كښې دبم كیښودونكو هدف دشيعه او سنی ترمينځ اختلاف رامينځته كول دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دحضرت امام خمينی ر ه درحلت دكليزې دورځو يادونه وكړه او دسياست په ډګر كښې دايران داسلامی جمهوريت دبنسټګر ارزښمن اصول او اقدامات یې بيان كړل .
خاتمی دامام خمينی اصلی سياستونه اسلام ته توجه ، جمهوريت او قانون ته پام ، له استكبار سره مقابله او دفلسطينيانو دحقوقو دفاع وبلل او جوته یې كړه هغه وخت چې دصهيونيسټانو په ضد هیڅ چغه نه پورته كيدله حضرت امام خمينی دقدس نړيواله ورځ دفلسطينيانو دایډيل دتحقق لپاره رامينځته كړه .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب په دوام كښې دروان ميلادی كلا دجون په ۷ نیټه دلبنان دپارليمانی انتخاباتو ترسره كيدااو په دغو انتخاباتو كښې دامريكا لاسوهنې ته په اشارې سره وويل دايران اسلامی جمهوريت باوری دی كه چيرې امريكا واقعا په ‌ډيموكراسۍ اعتقاد لری نو بايد اجازه دې وركړی چې دلبنان خلك ددغه هيواد دپارليمان برخليك وټاكی .
412666
captcha