د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «أوال» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د بحرين د «حق» غونډې ستر سكتر «حسن مشيمع» د غبرګولی د مياشتې په اتمه نیټه د امام خمينی(ره) د شلمې كليزې په مناسبت په يو پروګرام كښې چې په منانه كښې په «أنصار الحسين(ع)» امام باړې كښې ترسره شو وويل: د امام خمينی د ژوند بيلا بيلې برخې د هغه چا لپاره چې نوی زمانه كښې په اسلامی حكمونو عمل كول غواړی بلګه دی.
د اسلام تاريخ ډيرو لويو اوپيژندل شويو شخصيتونو ته په خپله لمنه كې ځای وركړی دی چې هر يو د اسلامی په ژوندی كولو كې ستره ونډه لرلې ده . په هغوی كې ځينو حتی له حقيقته په دفاع كې خپل سرونه شيندلی دی خو بيا هم نه دی توانيدلی د اسلامی د اصولو او آرونو په اساس يو حكومت جوړ كړی . خو امام خمينی دغه توفيق ومونده او د اسلامی انقلاب او په دينی ارزښتونو د ولاړ حكومت د جوړولو نظريه یې وړاندې كړه . هغه په مقاومت سره خپل غورځنګ جاری وساته تر دې چې د اسلامی جمهوريت بيرغ یې ورپاوه او ستنې یې ورپياوړې كړې . د اسلامی انقلاب په تحقق او راتللو سره د هغه څيره تل پاتې شوه .
413248