د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «راصد» خبر اژانس یې نقولی، سيد محمد باقر الناصر پرون د غبرګولی د مياشتې په اتمه نیټه په يوې بيانیې كښې اعلان وكړ، د عربستان د شيعه سيمې ځينې مسؤلان او مشران، د شيعه ښاريانو په خلاف غلط ګزارش ستر مقاماتو ته وركوی.
هغه زياته كړه: د دې سيمې مشران يوازې دا نه چې د جمات او امام باړې اجازت شيعه ته نه وركوی بلكه د جمعې لمونځ هم نه پریږدی او خلك ترې منعې كوی.
سيد محمد باقر الناصر د شيعه د جمعې د امامانو نيولو او قيدولو ته اشاره وكړه او ویې ويل: دې وخت د عربستان ځينې افراطی مسؤلان دا هڅه كوی چې په شيعو رعب واچوی او د شيعه كارونه داسې وښيی چې دا د عربستان د امنيت لپاره ښه نه دی.
هغه زياته كړه: د عربو شيعه تل په خپلو ويناو كښې ځان د عربستان غړی ګڼی او تل د وحدت او يووالی خبره كوی.
د الخبر د جمعې امام په اخر كښې د عربو له پاچا «عبدالله بن عبدالعزيزه» وغوښتل په دې لړ كښې قدم اوچت كړی چې شيعو سره مذهبی زياتې ونه شی او هغوی ته دې د جماتونو جوړولو اجازت وركړی شی او شيعه عالمان دې له بنده خلاص كړی شی.
413070