IQNA

د يورپ د اسلامی غونډو اتحادیې په ډينمارك ښې د عربۍ ژبې د ښوونې وړانديز ته هركلی وويل

9:03 - May 31, 2009
د خبر لمبر: 1785159
نړيواله ډله: د يورپ د اسلامی غونډو اتحادیې د ډينمارك د پلازمينې «كپنهاك» ښار د مشر وړانديز ته هركلې وويل چې ويلې یې وو چې د هيواد په پوهتنونو كښې دې عربی ژبه ښودل شورو شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت له رسمی خبری اژانس (kuna) یې نقلوی، د يورپ د اسلامی غونډو اتحادیې مشر«شكيب بن مخلوف» پرون د غبرګولی د مياشتې په اتمه نیټۀ په يوې بيانیې كښې اعلان وكړ: د ډينمارك په پوهنتونونو كښې د عربۍ ژبې ښودل يو ډېر د درناوی وړ وړانديز دی چې سبب كیږی چې ورسره اسلامی نړۍ سره د ډينمارك معاملې نورو هم مزبوتې شی.

هغه زياته كړه: عربی ژبه د مسلمانانو په نزد ډېر اهميت لری او كه چرې د ډنمارك ښاريان دا ژبه زده كړی نو بيا به قران په خپله اصلی ژبه كښې لوستې شی او د قران په معنو به پوهيدلی شی.
413023
captcha