IQNA

حزب الله د زاهدان په جمات كښې د بم چودنه وغندله

9:05 - May 31, 2009
د خبر لمبر: 1785161
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت تحريك (حزب الله) پرون د غبرګولی د مياشتې په اتمه نیټه په يوې بيانیې كښې د زاهدان په علی بن ابيطالب (ع) جمات كې د بم چودنه وغندله
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د لبنان څانګې په ګزارش، د لبنان د اسلامی مقاومت تحريك (حزب الله) پرون د غبرګولی د مياشتې په اتمه نیټه په يوې بيانیې كښې د زاهدان په علی بن ابيطالب (ع) جمات كې د بم چودنه وغندله.
حزب الله په دې بيانیې كښې اعلان وكړ: دا د بم چودنه چې پكښې په لسګونو كسان ژوبل او شهيدان شول جمهوری اسلامی ايران باندې د يو پټ ګزار كولو هڅه وه چې ناكامه شوه.

حزب الله په اخر كښې په دې بيانیې كښې ټولو ايرانی ښاريانو په بيله توګه د ايران د انقلاب ستر لارښود حضرت آيت‌الله العظمی سيد علی خامنه‌ای(مدظله العالی) ته په دې پیښې باندې تسليت ويلی دی. او د ناروغانو لپاره یې د روغيدو دعا كړېده.
413068
captcha