د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د فلسطين خبری اژانس یې نقلوی، د قدس نیټ اطلاع رسوونكی مركز مشر خالد صافی د دې سمينار په لومړيو كښې دا خبرې وكړی: دا سمينار په داسې وخت كښې ترسره كیږی چې په قدس كښې د صهيونيسټو كارونه زيات شوی دی او ښارګی جوړولو ته یې لازيات زور وركړی دی.
هغه زياته كړه په 2008 كال كښې د يهوديانو له ټولو لويه كليسا په قدس كښې جوړه شوه چې دا كار د عربو او اسلامی هيوادونو لپاره د بيدارۍ يوه علامه ده او دا په داسې حال كښې دی چې هغوی لګيا دی نورې كليساګانې هم جوړوی.
417277