IQNA

جرمنی د عربستان د مفتی هغه فيصله څیړی چې د عربستان د شيعو په خلاف یې وركړې وه

7:30 - June 10, 2009
د خبر لمبر: 1789335
نړيواله ډله: د جرمنی يوې مجلې «ديراشپيگل» ليكلی دی چې د عربستان د يو وهابی تندرو مفتی «عبدالله بن جبرين» هغه فيصله چې د شيعه عالم په خلاف یې كړی ده د دې هواد په پارلمان كښې د نمايندګانو په وسيله څیړل كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له راصد خبری چينل یې نقلوی، د عربستان يو تندرو مفتی عبدالله بن جبرين دوه اوونۍ وړاندې د علاج لپاره د جرمنی يو روغتون ته لاړ چې د «سبز» حزب نمايندګانو(چې ميانه رو دی) د هغه د بدو فتواګانو چې د شيعو په خلاف یې د كفر فتوا وركړې وه او د شيعو عالمانو وژنې ته یې خلك هڅولی وو، د جرمی له عدالته وغوښتل چې هغه دې محاكمه كړی.

اشپيگل مجلې ليكلی دی: ځينو كسانو دا ويلی دی چې هغه يو تيروريسټ دی نو بيا څه رنګ جرمنی ته د علاج لپاره راغی.
418350
captcha