IQNA

په فلسطين كښې د صلحې راوستلو لار دا ده چې خاخام دې ماشومان ووژنی!

20:31 - June 13, 2009
د خبر لمبر: 1790459
نړيواله ډله: «مانيس فريدمان» يو تندرو خاخام او د يهوديانو د امريكې د «مينسوتا» ولايت د «بيت حنا» څیړونكی مركز مشر دی هغه د صلحې راوستلو لپاره دا لاره وښودله چې فلسطينی مسلمانان دې ووژلی شی، كورنه دې وران شی او له خپلو ځايونو دې بهر وويستل شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «اسلام آنلاين» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د يهوديانو «هاآرتص» ورځپاڼې د غبرګولی د مياشتې په 19 نیټه د «مانيس فريدمان» يو تندرو يهودی خبرې په امريكه كښې خپرې كړی چې هغه ويلی دی: په فلسطين كښې حقيقی صلحه هله كيدې شی چې هغه هستوګن عرب ووژل شی او د هغوی كورونه وران كړی شی.
418770
captcha