د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ستر مشر له دفتر ويب پاڼه یې نقلوی د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دغه كتنه كې په دی په ټينګارسره چې په ايران كې ټاكنې تل د وحدت اوملی هوډ مظهر دی وفرمايل درايو په صندوقونوكې كابو څلویښت مليونو خلكو شتون د اسلامی نظام لپاره يو وياړ دی چې په دغه ستره حماس كې په بيلا بيلو سليقو سره هر رايه وركوونكی شريك دی او د ټولو دنده د دغه ملی يووالی ساتنه ده .
د رهبرۍ ستر مقام په دی په ټينګار سره چې انتخابات بايد په خلكو كې د اختلاف او بيلتون سبب نه شی وفرمايل دا چې ګومان كیږی يو لوری ته ۲۴ مليونه او بل لور ته ۱۴ مليونه دی ستره تيروتنه ده ځكه هغو كسانو چې ولسمشر او يا هم نورو كانديدانو ته رايی وركړی دی ټو ل يو هیړ اسلامی نظام ته معتقد او په دغه نظام یې زړه تړلی دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په وروستيو ټول ټاكنو كې مهمه مسئله د خلكو په نږدې څلویښت مليونو رايو سره د ملی اتحاد ځلا وبلله او ډاګينه یې كړه د انتخاباتی تبليغاتو په وخت خلكو په فعال ډول او شور او ولولی سره په لارو كې شتون درلوده او له كومی نښتې او لانجې پرته یې د خپلی خوښی له كانديدا ملاتړ كاوه چې دا موضوع په اسلامی نظام كې د حقيقی ولسواكۍ د شتون ښودنه كوی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دی په ټينګار سره چې په انتخاباتو اعتراضونه بايد له قانونی لارو تعقيب شی وفرمايل دغه اعتراضونه بايد وجاجول شی او زه له ساتندويه شورا او كورنيو چارو له وزارت څخه غواړم مطرح شوی مسئلې په جدی ډول وجاجوی څو د شك كوم ځای پاتی نه شی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د رايو په صندوقونو كې د كابو څلویښت مليونه خلكو شتون ديرشو كلونو وروسته په انتخاباتو كې دشتون تر ټولو لوړه اندازه وبلله او ویې فرمايل دغه ستر وياړ چې حتی پرديو رسندويو هم ډير پياوړی وباله بايد وساتل شی ځكه دغه وياړ د ټولو خلكو او درستو رايو وركوونكو حق دی .
هغوئ د انتخاباتو بريالی او پاتی لوری ته سپارښتنه وكړه ملاحظات رعايت كړی او ټينګار یې وكړ هغه كسان چې اكثريت یې ترلاسه كړی او هغه كسان چې اكثريت یې نه دی ترلاسه كړی بايد په خپلو چلندونو او اقداماتو كې صبر او زغم نه كار واخلی او لازم ظرفيت هم وساتی .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دی په ټينګار سره چې يو شمير د ايران له ملی وحدت او د اسلامی نظام له پياوړتيا سره موافق نه دی زياته كړه دا هماغه كسان دی د حقيقتونو خلاف څرګندونې بيلا بيلو خلكو ته منتقلوی او حتی ورانكارۍ هم كوی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دی په ټينګار سره چې يو شمير كسانو د هيواد امنيت او آرامښت خپل هدف ګرځولی دی وفرمايل هیڅ څوك بايد داسی كار ونكړی چې د تاوتريخوالې پيداكونكی وی او ټول بايد په ډاګه ووايی چې بلوا او تاوتريخوالی د هغوئ غوښتنه نه ده .
د رهبرۍ ستر مقام ټولو خلكو په تيره بيا د انتخاباتو دواړه لورو ته سپارښتنه وكړه لمسوونكو اقداماتو ډډه وكړی او ټينګار یې وكړ دواړه ډلی او لوری كه په انتخاباتو كې یې د خوښی كانديدا بريالی شوی او كه نه دی بريالی شوی يو بل په غوسه نكړی ، ټول بايد په اصلی چورليز چې د انتخاباتو په ډګر كې شتون او له نظام څخه دفاع ده متمركز شی .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای وفرمايل نن سبا د ټولو دنده ده چې د هيواد له نفوسی هويت او نظام څخه دفاع وكړو او دا اجازه ورنكړو چې خلك د يوه بل مقابل كې ودریږی او دغه اقدام به د حضرت ولی عصر (عج)د خوشحالۍ او په هيواد كې د الهی رحمت د وريدو سيی شی .
420849