IQNA

وايلدرز د يورپ د مسلمانانو د اوباسلو غوښتنه وكړه

9:04 - June 17, 2009
د خبر لمبر: 1791588
نړيواله ډله: د هالينډ د اسلام خلاف تنظيم «آزادی» مشر «گيرت وايلدرز» د هالينډ په حزبونو كښې د پارلمينټ د كرسۍ په لاس راوړنې له مخې په دوم نمبر دی، هغه غوښتنه كړی چې مسلمانان دې له ټول يورپه وځی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له Sabah یې نقلوی، وايلډرز په "د ازادۍ بيان" نومې نړيوال سمينار كښې چې په ډينمارك كښې ترسره كيده، په خپلې وينا كښې د پيغمبر(ص) په شان كښې سپكاوې وكړ او د اسلام دينی یې يو مستبد دين او د اسلام لارويان یې وحشی وګڼل.

هغه زياته كړه: په يورپی هيوادونو كښې دې بايد جماتونه بند شی او نوی جماتونه جوړول دې منعه شی، همدارنګ د قران چاپ او خپرول دې ختم شی، مسلمانان دا حق نه لری چې د ځای لپاره مدرسې ولری او كوم يو مسلمان چې څه جرم وكړی بايد له يورپه یې وباسو.
گيرت وايلدرز، د اسلام پرخلاف ازادۍ تنظيم مشر دی او د هغه «فتنه» فلم جوړوونكی دی چې پكښې د قران او مسلمانانو سپكاوی شوی دی.
421015
captcha