د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندويی حسن قشقاوی د دې خبرې په كولو سره چې په ايران كې رامنځته شوی وروستۍ مسلې،د يوې كورنۍ داخلی بحثونو ته ورته دی، زياته كړه دا يران ملت، وچتې وړتياوې لری او دغه بحثونه چې ټول كورنی مسلې دی ،د هيواد په داخل كې او په ديموكراتيكو لارو چارو سره به اوارې شی .
قشقاوی همداراز په اروپايی هيوادونو كې د ايران څو سفارتونو ته تاوان رسول ،د نړيوالو كنوينشنونو په خالف يو خوځښت وباله او وې ويل ا يران به له قضايی مرجعو دغه مسله تعقيبه كړی .
هغه زياته كړه، زياترو اروپايی هيوادونو او امريكا د نړيوالو پيژندل شويو اصولو په اپوټه، ديموكراتيكو لارو چارو ته د خلكو د بلنې او پر قانون د ټينګار په ځای، له بلواګرو ملاتړ كړی دی.
حسن قشقاوی د دې خبرې په كولو سره چې دولسمشرۍ د كانديدانو اصلی پلويان د ملت متحد بد دی او دهغوی حساب له بلواګرو بيل دی وويل، د سياسی پراختيا ا وج، قانون ته احترام ،او ديموكراتيكو لارو چارو ته بلنه ده او ايران د خپلو مسلو د حل لپاره د ديموكراسۍ وچته وړتيا لری.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی حسن قشقاوی په دوام كې د عراق په كركوك كې د وروستۍ چاودنې په غندلو سره چې پكې زيات شمير بې ګناه عراقيان ووژل شول،وويل، داسلامی ايران له نظره هر اقدام چې دعراق د نا امنه كيدا سبب شی ،غندلی دی .
قشقاوی وويل، بعثان او تكفيريان د قومی اختلافاتو د سختولو په هدف، ترهه ګر اقدامات كوی چې د نيواك په رفع كيدا، د نيواګرو په وتلو،عراقيانو ته د امنيتی چارو په سپارلو او دعراق ملی واكمنۍ او خپلواكۍ ته په احترام سره،عراق ته امنيت او آرامی راتلی شی.
423637