IQNA

په يوكراين كې د لومړنی جومات ودانی شورو شوه

13:01 - June 24, 2009
د خبر لمبر: 1794212
نړيواله ډله: د يوكراين په پلازمينې كيف كې تيره ورځ د دې هيواد مسلمانانو او ځينې اسلامی هيوادونو سفيرانو په شتون كې په دې ښار كې د دې هيوا د لومړنی جومات رسما ودانی شورو شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس "CIHAN" یې نقلوی چې اسلامی هيوادونو لكه الجزاير، لبنان او انډونيشيا سفيرانو د مسجد الرحمه د ودانی ځای ته لاړل او د دې جومات كار د شورو كيدا بنياد یې كیښود. دې جومات لپاره یې كوم ځای ټاكلې ده هغه ځاې كې مخكې يوه نماز خانه وه چې په هغه كې په ډير زيات شمير كې مسلمانانو نمونځونه ادا كول او ډير هم له نمونځه پاتې كيدل (جامې لمونځ) نو هم دې وړتيا ته په پام د دغه جومات ودانی شورو شوه.
د يوكراين مفتی ښاغلی " شيخ احمد تميم جہان" په كيف كې د جومات په جوړيدا د خوشحالۍ څرګندونه كړی ده او ويلی یې دی چې نن د نړې د مسلمانانو مختلف قامونه د دې جومات د جوړيدا لپاره راټول شوی دی چې هغې سره د يو بل د ورور ولۍ او د يووالی او د يو بل سره د پيژنګلو ماحول جوړ كړې ده .
يادونه كوو چې دا جومات د يوكراين د مسلمانانو په مرستې سره جوړیږی.
422846
captcha