IQNA

د قطر جماتونه د روژې په راتلو سره بيا تياریږی

8:38 - June 29, 2009
د خبر لمبر: 1796119
نړيواله ډله: د قطر د اسلامی چارو او اوقافو وزارت خبر راكوی چې په ټول قطر كښې 40 جماتونه د روژې د نزدې كيدو په مناسبت بيا جوړیږی او مجهز كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Peninsula»ورځپاڼې یې نقلوی، د قطر د اقافو او اسلامی چارو د وزارت يو ستر مقام دې ته په پام چې په قطر كښې 1200 جماتونه دی، د جماتونو له امامانو او متصديانو یې وغوښتل چې د خپلو جماتونو اړتياوې دې بيان كړی چې د روژې له راتلو وړاندې دې جماتونو سره په تياريدو كښې مرسته وشی.
426411
captcha