IQNA

ایت الله مکارم شیرازی د غدیر خم ستره پیښه نا انکاریدونکی وبلله

11:28 - October 27, 2013
د خبر لمبر: 1797
د هنر او تفکر ډله: د ایران د قم د تقلید ستر مرجع ایت الله ناصر مکارم شیرازی د غدیر خم ستره پیښه نا انکاریدونکی وبلله.


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، چې له قم څانګې یې نقلوی چې د ایران د تقلید یوه ستر مرجع ایت الله ناصر مکارم شیرازی د قم په اعظم جومات کښې د نیکمرغه غدیر اختر د جشن په دستورو کښې وویل د غدیر خم پیښه نا انکاریدونکی ده او دښمانان په چټی پلمو سره ونه توانیدل چې له دغه سترې پیښې انکار وکړی.



ښاغلی ایت الله مکارم شیرازی د ولایت په باره کښې د قران کریم د ایتونو په بیانولو سره وویل خدای پاک جل جلاله د قران کریم په مائده سوریې کښې د اسلام ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله ته په خطاب کښې فرمایی هغه څه چې په تا نازل شوی دی تبلیغ کړه په داسې حال کښې چې د دین ټول احکام تر هغه وخته خلکو ته رسول شوی وو او یوازې د ولایت مسله پاتې وه.



د ایران د تقلید دغه ستر مرجع او مجتهد په دنیا کښې د شیعه مسلمانانو پرضد پراخو پروپاګنډو او تبلیغاتو ته په اشارې سره وویل سعودی عربستان د حج په مراسمو کښې د خدای کور په حاجیانو د شیعه مسلمانانو پر ضد څه د پاسه شپیته (۶۰) لکه کتابونه ویشلی دی او دا د شیعه مسلمانانو پر ضد د تبلیغاتو یوه برخه ده ځکه چې هغوې په دنیا کښې د شیعه مسلمانانو له نفوذ ډک منطق څخه ویریږی له دې کبله په دروغو او تهمت سره د شیعه افکارو د خپریدا د مخنینوی اراده لری.



نن د ۱۴۳۴ هجری قمری کال د ذی الحجې د میاشتې اتلسمه(۱۸) نیټه ده چې د مسلمانانو له یوه(۱) ستر اختر غدیر سره سمون خوری .



غدیر خم د مکې او مدینې ترمینځ یوه سیمه ده چیرې چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و اله و سلم په اخری حج کښې د دنیا د شیعه مسلمانانو لومړی امام حضرت امام علی علیه السلام له ځانه وروسته خپلی ولی او ځای ناستی اعلان کړ .



1306945



 


captcha