IQNA

د ایران د خارجه وزارت ویندوئې

میرمن افخم: د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې احترام پر ټولو فرض دی

11:30 - October 27, 2013
د خبر لمبر: 1798
سیاسی ډله: د ایران د خارجه وزارت ویندوئې میرمن مرضیه افخم نن د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې الاقصی جومات په بې احترامۍ کې د صهونیسټانو سپیره اقدام په سخته محکوم کړ.


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس،چې له خارجه وزارت له ویب پاڼی ېې نقلوی چې میرمن افخم وویل په دغه سپیڅلی ځای کې د دروغجن معبد د ودانۍ د جوړولو لپاره د الاقصی جومات تخریب او ویشلو د پلان په دوا م کې د صهونیسټ رژیم اقدام په ماتې محکوم دی.



د ایران د خارجه وزارت ویندوئې د اسلامی او نړیوالو ټولنو له خوا په فلسطینیو ټاټوبو کې د آسمانی دینونو په تیره بیا د اسلام د دین سپیڅلتیاؤ د بې حرمتۍ د محکومیت په ضرورت پّه ټینګار سره د نړیوالو ټولنو له خوا د مناسبو اقداماتو او تدبیرونو د غوره کولو غوښتنه وکړه



د ویلو ده چې د لبنان د المیادین ټیلیویژنی چینل د تیرې پنجشنبې په ورځې ویلی وو صهونیسټان نیت لری څو د یوه پلان په چوکاټ کې الاقصی جومات په دوو برخو یعنی د مسلمانانو لپاره او بله برخه ئې د یهودیانو لپاره بیله کړی څو یهودیانو ته په بیله شوی برخې کې یوه کنیسه جوړه کړی.



1305645



 


بچوې: ویندوئې
captcha