IQNA

په اسلام كې د جمعې لمونځ د مسلمانانو د وحدت او يووالی نخښه ده

8:55 - August 02, 2009
د خبر لمبر: 1808393
سياسی او ټولنيزه ډله: د كرمان د دينی مدرسې مشر ويلې دی چې په اسلام كې د جمعې لمونځ د مسلمانانو د وحدت او يووالی نخښه ده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د كرمان د دينې مدرسې مشر ښاغلی حجت الاسلام " اللہ وردی" پس له انقلاب برياليتوب د لومړۍ جمعې لمونځ چې د ايت الله طالقانی په اقتداء كې تر سره شوې ؤ ته په اشارې سره وويل چې په اسلام كې د جمعې ډير لوړ مقام او ډير اهميت دی او د امام زمانه حضرت امام مهدی عليه السلام په دې هيواد كې دې طرف ته ډيره توجه او پاملرنه كیږی هغه د پيغمبر اكرم د جمعی د لمونځ د فضيلت په متعلق څو حديثونه بيان كړ چې د جمعې لمونځ د دې امت د غريبانو خلقو حج برابر دی
هغه زياته كړه په اسلام كې د جمعې لمونځ د مسلمانانو د وحدت او يووالی نخښه ده
يادونه كوو چې اسلامی انقلاب د برياليتوبه وروسته د امام خمينې رحمه الله عليه په حكم سره لومړۍ جمعې لمونځ په ميلادی كال 27 جولايی 1979 ء په تهران پوهتنون كې د ارواښاد ايت الله طالقانی په امامت تر سره شوې ؤ.
439927
captcha