د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دې اوونيزو مقابلو كې پيل له مبعث اختره د پاكستان په راولپنډۍ ښار كې د ايران د كلتوری مركز په دفتر كې وشوه
دا مقابلې به د رمضان المبارك پاې پورې دوام ولری په لومړنۍ مقابله كې نږدې لسو حافظانو ګډون كړې ؤ چې پكښې د پاكستان حافظ محمد اخلاق مدنی" او د ايرانی كلتوری مركز استازې ښاغلی سيد علی عابد نقوی فيصله كوونكی ؤ په دې مقابلې كې محمد رضوان محمود اول او محـمد اويس قرنی دوهم او محمد افاق او محمد سهيل دريم مقام او پوزيشن تر لاسه كړ چې هغو ته د ايرانی كلتوری مركز لخوا په ترتيب سره 5000 زره روپۍ ،4000 زره روپۍ او 3000 زره روپۍ انعامونه وركړی شول.
441880