د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د لبنان شيعه عالم دين علامه فضل الله د تيره جمعه په جمعې لمونځ خطبه كې وويل چې د امريكې ډيرو كسانو د نيواكګړ فلسطين دوری كړی دی خو تر اوسه پورې د اسرائيل په كړچار كې څه بدلون نه دی راغلی.
هغه زياته كړه چې له كال 1967 تر اوسه پورې د يهودی كليو ودانول دوام لری او د ملګرو ملتونو د قراردادونو روښانه مخالفت دی .
علامہ فضل اللہ له ملګرو ملتو هم د خپګان څرګندونه وكړه او ویې ويل چې د هغو د سترګو په مخكښې د فلسطينيانو حقوق تر پښو لاندې كیږی او هغو یې مخنيوی نه كوی. او په دې هكله د هغوی دریځ څرګند نه دی..
علامہ فضل اللہ د خطبو په پاې كې د لبنان خلكو غوښتنه وكړه چې خپل وحدت او يووالی دی محفوظ وساتی چې په مړانتيا د دښمن مقابله وكړی.
441562