IQNA

ٓيت اللہ قبلان: د لبنان ملت د اسرائيلو د مقابلې لره، بايد يو شی

10:29 - August 04, 2009
د خبر لمبر: 1809401
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د سيعه لوړ كونسل مشر مرستيال ايت الله قبلان ويلی دی چې د لبنان ملت د اسرائيلو د مقابلې لره، بايد يو او متحد شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د لبنان د شيعه لوړ كونسل مشر مرستيال ايت الله قبلان په بيروت ښار كې په يوې وينا كې وويل چې بايد په خپل ژوند كې اهل بيتو عليهم السلام پيروی وكړو
هغه زياته كړه چې اهل بيت د يوې خاصې فرقی سره تعلق نه درلودی بلكه هغوی نه يوازې مسلمانانو لپاره بلكه ټول انسانيت لپاره سمبول او نمونه دی.
هغه د شعبان په مياشتې كې د امام حسين ،حضرت ابوالفضل العباس او امام زين العابدين زوكړې ته په پام سره وويل چې ښه اخلاق تواضع غوره اصول د همدغو غټو څخه بايد زده كړو .
لبنان د شيعه لوړ كونسل مشر مرستيال د روژې د راتلو په هكله وويل چې ټول مسلمانان د دې مياشتې په انتظار كې دی او هغې ته تياری كوی
په پاې كې قبلان وويل چې اسرائيل د ټؤلو مسلمانانو دښمن دی او ټولو بايد د اسرائيل د دسيسو مقابلو كولو ته چمتو وی
441036
captcha