IQNA

نن سبا اسلامی نړۍ له هر څه زيات وحدت ته اړتيا لری

17:19 - August 14, 2009
د خبر لمبر: 1813241
افتخاری ډله /سيد جعفر فاطمی نوش آبادی: په مدينې ښار كې د وحدت كانفرنس ګډون كوونكو نن سبا اسلامی يووالې له هر څه زيات ضروری چاره وبلله
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له حج ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايران د دينی حوزې او پوهنتون استاذ ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين "حبيب اللہ بی آزار شيرازی" په دې كانفرنس كې خپلې وينا كې د امام صادق عليه السلام د روايت په مناسبت د حج او عمرې فلسفه یې د مسلمانانو له يو بل خبريدل بيان كړ
هغه زياته كړه چې كله مسلمانان له مختلفو هيوادونو د حج او عمرې لپاره سعودی عرب ته راځې نو هغوې دلته په مختلفو مسئلو باندې يو بل سره خبرې اترې كوی چې همدغه څيز دوی تر مينځ د ملګرتيا او اړيكو سبب ګرځی
هغه وويل چې تاريخې نښو څخه ثابتیږی چې د مسلمانانو د ستونزو اصلې وجه اختلاف او تفرقه ده د دې كانفرنس نورو شيعه او سنيانو وينا والو هم د شيعه او سنيانو تر مينځ د يووالی او وحدت باندیې ډير زيات ټينګار وكړ
446454
captcha