IQNA

په كويت كې د "قدس" عنوان تر لاندې يو سمينار تر سره كیږی

17:30 - August 15, 2009
د خبر لمبر: 1813674
ټولنيزه ډله: په كويت كې ايران كلتوری مركز او توافق اسلامی غورځنګ په همكارۍ سره د "قدس" په موضوع سمينار تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په كويت كې د ايران د كلتوری مركز مشر ښاغلی " سيد ابو فاضل رضوی اردكانی" د رمضان المبارك او د قدس د نړيوالې ورځ په مناسبت سره د خپلو پروګرامونو وضاحت كولو سره وويل چې په هكله به د ايران په كلتوری مركز كې يو ځانګړی پروګرام تر سره كیږی
پرته له دې د فلسطين او قدس په هكله كتابونه او عكسونه هم ويشیږی.
هغه زياته كړه چې مسجد امام حسين (ع) ،مسجد امام علی (ع)، او مسجد امام مہدی (عج) كې به قرانی محفلونه تر سره كیږی او د قدر شپو عملونه هم ادا كولې شی .
447226

captcha