IQNA

احمدی نژاد:اوس وخت د مسلمانو ملتونو د بيدارۍ پړاو دی

17:41 - August 16, 2009
د خبر لمبر: 1814144
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر اوس وخت د مسلمانو ملتونو د بيدارۍ پړاو وباله
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په تهران كښې دجوماتو دنړيوالې اونۍ په اوومې نړيوالې غونډې كښې په عراق او افغانستان دلويدیځو قدرتونو تيريو او دفلسطين دملت وژلې ته په اشارې سره ډاګينه كړه زوويونكی قدرتونه بايد پوه شی چې دمسلمانانو په بيدارۍ سره نن دهغوې هدف دملتونو لپاره معلوم او رسواشوی دی .
دايران ولسمشر دايران په كورنيو چارو كښې دانګلستان لاسوهنو ته په اشارې سره وويل هغوې دايران داسلامی جمهوريت نظام هدف ګرځولی دی او اوس چې په ا يران كښې له نيغ په نيغه لاسوهنې وروسته یې ماتی خوړلی ده نو پيغام راكوی او غواړی په خپله دغه ماتی او لاسوهنې چې په ايران كښې یې كړی ډی برغولی كیږدوی .
دايران ولسمشر وويل دايران ملت په خپلو محاسباتو او معادلاتو كښې لاسوهونكو قدرتونو ته هیڅ اهميت نه وركوی .
دايران ولسمشر ددښمانانو شور ماشور جوړول دهغوې دكمزورۍ او ړنګيدا نښه وبلله او زياته ې كړه هغو كسانو چې توغندی او بمونه ښيی ماته خوړلی ده .
دايران ولسمشر ډاګينه كړه دټولو مبارزو، مقاومتونو او دريدا نتيجه دحق دجبهې برياليتوب او داستكبار دجبهې له مينځه تلل دی .
دايران ولسمشر دايران دځينو ګاونډيو هيوادونو لپاره چې داسلام په نوم دصهيونيسټ رژيم په خدمت كښې دی خواشينۍ څرګنده كړه او زياته ېې كړه دغو هيوادونو خپل امكانات دښمانانو ته و ركړی دی او په نړۍ دهغوې دسلطې اوزار برابروی .
448990
captcha