د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د الهی ميلمستيا، له مځكنيو اړوندوالی او مریّتوبه د ژغورنې دروژې د مباركې مياشتې د رارسيدا په مناسبت د اسلامی نړۍ مشرانو او درستو اسلامی ملتونو ته مباركی ووئيله.
د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد په خپل پيغام كې د روژې د مباركې مياشتې په زړه پورې فرصتونو ته په اشارې سره هيله وكړه، اسلامی امت د غوړيدا، لوړتيا ، د مينې او ورورولۍ د پيوندونو د پياوړتيا او د سولې او كراری په لارې كې له تير وخته زيات ګړندۍ حركت وكړی.
نن د عراق ،ايران، افغانستان او ډيرو عربی او اسلامی هيوادونو په شمول په زياتره هيوادونو كې د روژې د مباركې مياشتې لومړنۍ ورځ ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) ويب پاڼې د پښتو څانګې، ټول كاركونكی درستو مسلمانانو لپاره د دغې بركت ناكی مياشتې په مناسبت ښه وخت غواړی.
451791