IQNA

ايت الله مكارم شيرازی: كه انفلوانزا جدی شی، د حج سفر حرام كیږی

20:02 - August 22, 2009
د خبر لمبر: 1816408
سياسی او ټولنيزه ډله: د مسلمانانو د تقليد مرجع آيت ا ... مكارم شيرازی وويل، كه د خنځيرانو د انفلوانزا ناروغی جدی وی، نه يواځې په حج كې د عبادتونو خنډ كیږی بلكه ممكنه ده چې سفر حرام شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د مسلمانانو د تقليد مرجع آيت ا ... مكارم شيرازی د حج د موسسې د استفتا پوښتنې په ځواب كې د حج د سفر په هكله او د دې ناروغۍ د خطرو په اړه وويل، فرضی حج مهمه موضوع ده چې په آسانۍ سره ترې نشو تيريدای، البته كه خطرې جدی وی، نه يواځې د حج د عبادتونو خڼد كیږی بلكه ممكنه ده چې سفر هم حرام شی.
دوی وويل كه وضعيت هم داسې وی نو د سفر لپاره كومه ستوتزه نشته او كه وضعيت ډير بد شی او خطر هم جدی شی، هغه وخت بايد د سفر د مخنيوی لپاره فيصله وشی.
451414
captcha