IQNA

د ملګرو ملتو د سږنۍ سر مشريزې لومړنی ويناوال به احمدی نژاد وی

15:17 - September 19, 2009
د خبر لمبر: 1827479
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر به د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلې په ۶۴ سرمشريزه غونډه كې د لومړۍ ورځې اولنی ويناوال وی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلې وياند (ژان ويكتور نكولو) پرون خبری غونډې ته د سر مشريزې پروګرامونه تشريح كړل.
د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلې وياند وويل د هيوادونو ۸۶ مشران، درې مرستيال ولسمشران او ۳۶ هم د حكومتونو مشران، د لومړيو وزيرانو اته مرستيالان، ۵۵ د بهرنيو چارو وزيران، او ۲۳ هم مرستيال وزيران په سږنۍ سرمشريزه غونډه كې ګډون كوی.
د دغه راپور پر بنسټ د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په دغه غونډه كې د نړيوالې سولې او ټيكاو د ټينګېدا، د ودې او پراختيا د پياوړتيا، انسانی حقونو، انسان دوستانه مرستو، د نړيوالو قوانينو او عدالت د پياوړی كولو د لارو چارو، بې وسلې كولو، د نشه ايزو توكو د كنټرولولو، د جنايت د مخنيوی او له نړيوالې ترهه ګرۍ سره د مقابلې په څير موضوګانې جاجول كیږی.
د ويلو ده چې دغه غونډه د سپټمبر په ۲۳ پيل او ۴ ورځې به دوام ولری.
466006
captcha