IQNA

محمود احـمدی نژاد: د قدس ورځ د مسلمانانو د عزت، سرلوړۍ او انسانيت ورځ ده

16:21 - September 18, 2009
د خبر لمبر: 1827552
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايرا ن د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون كې د ايران ملت د ټولو ملتونو د آزادۍ، پتمنۍ او سرلوړۍ بيرغوال وباله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايرا ن د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد، چې نن د قدس د نړيوالې ورځې پّه پرتمين لاريو ن كې د تهران په انقلاب واټ كې ئې شتون درلوده د قدس ورځ ئې د عزت، سرلوړۍ، پتمنۍ او د انسانيت او بشريت ورځ وبلله.
دآكټر احمدی نژاد دغه راز د تهران د جمعې لمانځه له خطبو مخكې په يو لړ څرګندونو كې هم ووئيل د قدس ورځ دغه راز د ديندارۍ كمال، عدالت او پتمنۍ غوښتنې ورځ ده او اوس د صهونيسټ رژيم د بدماشيو وخت تير شوی او ښه دا ده چې د دغه تيریګر رژيم سرغنې د فلسطينيانو مسلم حق هغوی ته بيرته وګرځوی او هماغه ځای ته بيرته ستانه شی چې مخكې وو.
هغه روښانه كړه د صهونيسټ رژيم په وړاندې دريدا او مقاومت يوه انسانی اسلامی عقيدتی او ملی دنده ده
د اسلامی ايران ولسمشر پّه خپلو څرګندونو كې زياته كړه، د اسرائيلو چارواكی په دغه واقيعيت ښه پوهـ شوی دی چې د يوه ملت د ټاټوبی په غصبولو او د فلسطين په قضیې كې د هغوی تر ټولو لويه ستونزه د هغو تاريخی حقايقو ايشوا كيدل دی چې اسرائيل يو جعلی موجود او د هغو استعماری ليدتوګو ناروا اولاد دی چې ځان ئې د يهودو د حقوقو د دفاع په نامه په مظلوم ښودلو او د تاريخ په تحريفولو او دروغو تر شا پټ كړی دی.
دغه راز د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر لاريجانی هم د قم ښار په ميليونی او پرتمين لاريو كې په شتون سره وويل فلسطين شپيته كلونه په ډيرو سختيو او نيواك كې تير كړی دی او له ډيرو پيچلتياؤ سره مخ دی خو نن د قدس د ورځې په مرستې سره د ساز باز له شرائطو څخه د مقاومت او انتفاذې شرائطو ته رسيدلی دی او بلاخره به هم كاميابی د همدوی برخه وی.
دغه راز د ايران د قضايه قوې مشر ايت ا.... آملی لاريجانی هم پهّ دغو پرتمينو دستورو كې په ګډون سره ووئيل د حضرت امام خمينی په لرليد اوروڼ اندۍ سره د فلسطين موضوع درستې نړۍ منلې او دا مسئله نړيواله شوې ده او بلاخره به هم جنايتكار رژيم د فلسطينيانو د حقوقو بيرته ستنولو ته مجبوریږی ی
سترو دينی مراجعو هم پهّ دغه پرتمين لاريو كې په ګډون سره د قدس ورځ د مسلمانانو پّ تيره بيا د ايرانيانو د وحدت او يووالی نښه بللې او دغه راز ئې وئيلی دښمنان كله دغه ميليونی لاريونونه ګوری نو متوجه كیږی چې مسلمانان ژوندی دی او فلسطين هیڅكله د غاصبو اسرائيلوبرخه نشی كيدلی او دقدس ورځې د لمانځلو موخه د فلسطين او ددغه مظلو م ټاټوبی د خلكو نه هيرول دی
466683
captcha