IQNA

مفتی طرابلس: د اسلامی نړۍ د رښتونې امن د هغوی په يووالی او وحدت كې ده

10:07 - September 23, 2009
د خبر لمبر: 1829009
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د طرابلس سيمې مفتی په يوې وينا كې د مسلمانانو د يووالی او اتحاد كلتور په پراختيا ټينګار كولو سره وويل چې د اسلامی نړۍ د رښتونی امن د هغوی په يووالی او وحدت كې ده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان د څانګې د يو راپور پر اساس، د لبنان د طرابلس سيمې د جامې جومات المنصوری كې د كوچنې اختر د لمونځ په خطبو كې مفتی مالك شعار وويل چې د الله تعالی اطاعت يوازی د عبادی عملونو سره نه حاصيلیږی بلكه ښه اخلاق او نورو سره ښه چلند هم يو ډول عبادت دی
مفتې شعار د عيد ټكې د معانی په ييانولو سره وويل چې د عيد معنا دا دی چې د خلقو په مينځ كې د ورورولۍ او د مينې كلتور پراخ شی او هر ډول كينه او حسد له زړو وباسی او كه څوك داسې وكړی نو د دې كار په ټؤلنې ډير ښه اثرات پريوزی
مفتی طرابلس زياته كړه چې د اختر په ورځ خپل دينې وروڼو ضرورتوه هير كول ندی پكار بيا په تيره د فلسطين، بيت المقدس او غزې مسله خو بالكل هيرول او ترې سترګې پټول روا نه دی.
467546
captcha