د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور له مخې ښاغلی محمود احمدی نژاد پرون په نيويارك كې د اسوشیټډ پريس او ای پی ټی اين ټيلی ويژنی چينيل له خبريالانو سره په مركه كښې هم دا راز د لويدیځ د چارواكو په دریځونو او كړو كې د بدلون په ضرورت په ټينګار سره وويل، هغه حكومتونه چې د ایټمی وسلو له جوړيدو او توليد سره د مخالفت ادعاوې كوی اول بايد خپلې ایټمی وسلې ختمې كړی.
د اسلامی ايران ولسمشر ټينګار وكړ چې اسلامی ايران د ایټمی وسلو په جوړولو پسې نه دی او نړۍ بايد له دغه وسلو پاكه شی.
ښاغلی احمدی نژاد هم دا راز په ايران كې د لرو اټنه توغنديو جوړولو ته په اشارې سره د دفاعی وس زياتول د هر هيواد منل شوی حق وباله او وې ويل چې د ايران دفاعی سياستونه مخ نيونكی دی.
ښاغلی احمدی نژاد هم دا راز د هولوكاسټ په هكله وويل چې اسلامی ايران له هغو ټولو جنايتونو سره چې په دوهم نړيوال جنګ كې شوې دی مخالف دی خو ولې بايد فلسطينيان د نورو د جنايتونو تاوان پرې كړی.
ولسمشر د عراق او افغانستان د امنيت په ټينګولو كې له لويدیځ سره د ملګرتيا په هكله وويل: ايران د سيمې د امنيت د ټينګولو لپاره تيار دی خو د سيمې ستونزې پوځی حل لاره نه لری بلكه بايد په اقتصادی او فرهنګی پراختيا سره د سيمې د امنيت لاره هواره كړی شی.
ښاغلی احمدی نژاد د امريكا د ولسمشر باراك اوباما د سياستونو په هكله هم وويل چې نړۍ بدلون ته اړتيا لری او هيله من يو چې اوباما د بدلون په لاره كې حركت وكړی او د امريكا تير غلط سياستونه د سمون په لاره واچوی.
468549