د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حجت الاسلام كاظم صديقی د ايران و ړانديزی پيكچ او د جنيوا پرونيو خبرو اترو ته په اشارې سره وويل، اسلامی ايران تل د آژانس د قوانينو په اسا س، د اټومی ځايی پوهې او تكنالوجۍ ته درسيدا هڅه كوی.
هغه زياته كړه، د ايران د نويو اټومی تاسيساتو جوړول، د ايران د اټومی پوهانو او اسلا می نظام يو بل وياړ دی
هغه وويل، د اسلامی انقلاب د ساتندويو ځواكونو د پيغمبر اعظم څلور، توغندويی مانورې، د دښمنانو په مقابل كې د دفاعی قدرت زياتيدا وبلله او ټينګار یې وكړ، د سيمې هيوادونه د دغه اقتدار په رڼا كې به زيات امنيت ولری.
هغه جوته كړه، ايران نړۍ ته اطمينان وركوی چې په هیڅ هيواد د حملې نيت نلری، خو تيری ګر ته هم ا جازه نه وركوی چې د ايران د ملت په حقوقو تيری وكړی.
472178