IQNA

«د دين او ټولنې شورا» ناسته په تركیې كښې ترسره كیږی

9:36 - October 11, 2009
د خبر لمبر: 1835898
نړيواله ډله: د « دين او ټولنې شورا» څلورمه ناسته د تركیې د دينی چارو د وزارت په مرسته په دې نيت چې د ټولنې د ستونزو په هوارولو كښې د دين رول وښايی د يكشنبې په ورځ د تلی د مياشتې په نورلسمه نیټه د انكارا په «بيلكنت»(Bilkent) هوټل كښې ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، چې له haberx یې نقلوی، د دې شورا غړو په څلورمه ناسته كښې ځينې موضوعات لكه مدرنيته او په دنينی چارو د هغې اغيزې، دين او تدين په نننۍ نړۍ كښې، په اوسنی وخت كښې دينی ارزښتونه، د كورنيو ستونزې او د هغې هوارول، بې تعليمه ماشومان او بدنی ناروغان او د هغوی د مرستې لارې، په دې ناسته كښې څیړل كیږی.
دا ناسته به د تلی د مياشتې تر 24 نیټې پورې ادامه ولری. دا هيواد په هر پينځو كالو كښې يو ځل دا ناسته ترسره كوی.
476592
captcha