IQNA

د تركیې ځوانانو د فلسطين خلكو سره د مرستې اعلان وكړ

7:06 - October 12, 2009
د خبر لمبر: 1836344
نړيواله ډله: د تركیې په سلګونو مسلمانانو ځوانانو پرون، د تلی د مياشتې په اتلسمه نیټه د شنبې په ورځ په قيصريه ښار كښې په مظاهرې سره دا اعلان وكړ چې فلسطين سره دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «World Bulletin» یې نقلوی، دا مظاهرې د ځوانانو د فاونډيشن په مرسته په دې د يهوديانو د مسجدالاقصی د قبضې په خلاف او د صهيونيسټو د هغې د محاصرې په خلاف تر سره شوی چې پكښې په سلګونو د تركیې مسلمانو او محصلانو ګډون وكړ چې د قيصريه ښار په جمهوری چوك كښې ترسره شوی.
په دې مظاهرو كښې د دې مظاهرو مشر احمد اوزګن وينا وكړه چې پكښې یې مسلمانانو په خلاف وروستيو سازشونو او د هغوی له مسجدالاقصی نه منع كولو ته اشاره وكړه.
تيرو ورځو كښې صهيونيسټ د خپل مذهبی عبادت "د بخښنې اختر" په بهانه مسجد الاقصی ته ورغلل او هغه زياتو مسلمانانو سره مخامخ شول چې د دوی مقابلې ته راوتی و او د هغوی د خپرولو لپاره یې له پوليسو واخسته او مسلمانانو یې حمله وكړه چې ډېر پكښې ونيول شول او ډېر پكښې ژوبل شول.
477034
captcha