د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له CİHAN یې نقلوی، په دې ناسته كښې چې پكښې د خواراك د سامان تياروونكو نمايندګانو ګډون كړی و، د استنبول (İTO) د تجارتی څانګې سكټری «دورسون توپچو»(Dursun Topçu) په خپلې وينا كښې وويل: د مسلمانانو د خواراك سامان بايد له داسې څيزونو جوړ شی چې د اسلام د قانونو مطابق وی د يوې ګڼې مطابق په نړۍ كښې دوه ميليارده كسان د حلال له خواراكونو ګټه اخلی چې پكښې لس ملينه كسان په امريكه كښې، دير ملينه په يورپ كښې درې سوه پنځوس ملينه په افريقې كښې 950ملينه په ايشيا او 350 ملينه په مينځنې ايشيا كښې دی.
477727