د جمهوری اسلامی ايران كلتوری استازی «مصطفی رنجبر شيرازی» د ايران قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: جمهوری اسلامی ايران هم دې كال په دې نندارتون كښې برخه اخستې ده او خپل كتابونه یې په كښې په عربۍ ، انګريزۍ، سواحلۍ او فارسۍ ژبه كښې او همدا رنګ د كمپيوټر قرانی پروګرامونه او مذهبی عكسونه او مضمونونه په د مينه والو لپاره وړاندې كړی دی.
هغه زياته كړه: كه څه هم په دې هيواد كښې امكانات كم دی خو بيا هم دې نندارتون ته ډېر په درناوی هركلې ويل شوی دی او پكښې د انګلينډ، جرمنی، امريكې او نورو ډېرو هيوادونو خپرندويو ادارو برخه اخستې ده.
478643