IQNA

په لندن كښې د تقريب مذاهب دريم سمينار ترسره كیږی

12:09 - October 18, 2009
د خبر لمبر: 1838289
نړيواله ډله: په انګلينډ كښې د اسلامی مذهبونو د تقريب او سازګارۍ دريم سمينار د ابان د مياشتې په دويمه نیټه ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «qudspress»اطلاع رسوونكی مركزی یې نقلوی، د دې سمينار دريمه دوره د "د اسلامی مذهبونو تقريب د انسان د عزت او د اسلامی وحدت د پوخوالی په غرض" د انګلينډ په اسلام مركز كښې ترسره كیږی.
په انګلينډ كښې د اسلامی مركز مشر حجت الاسلام و المسلمين «عبدالحسين معزی»په دې هكله وويل: اسلامی امت د تاريخ له نظره ډيرو تفرقو سره مخامخ شوی دی كه څه د مسلمانانو د وحدت پيغامونه د دې تفرقو په وړاندې مختلف وو خو ځينو ډلو د دې تفرقی سخته مقابله هم كړې ده.
دې سره په څنګ كښې به د عراق د شيعه او سنيانو عالمانو غونډه هم ترسره كیږی.
479400
captcha