د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز risalehaber یې نقلوی چې د دې ښار په جامې جومات كې تر سره شوې دې پروګرام كې د استانبول دايستوچ جومات امام ښاغلی "بنيامين توپچو اوغلو" د استانبول د سلمانيه جومات امام "اكرم نالبانت" د استانبول د ابوب جومات امام ښاغلی "ارھان متہ" د انقره ښارد "حاج بايرام جومات" امام ښاغلی "عثمان شاہين" او قرانی روزونكې او معلم ښاغلی سليمان سفر باشكان په دې مراسمو كې د قران پاك تلاوت سره دا محفل نورانی او روښانه كړ.
د ماناوګټ د ښار مفتی ښاغلی مولانا خليل تاش په دې محفل كې په خپلې وينا كې وويل چې قران پاك د الله تعالی يو امانت دی چې د پيغمبر اكرم په لاس یې د خلكو تر مينځ پریښې دی او د پيغمبر اكرم د پيروكار كيدا په وجه زمونږ ذمه واری جوړیږی چې د قران پاك هم عمل كولو او هم په تلاوت كولو سره حفاظت وكړو او د دې روحانی تعليماتو خپرونې لپاره له خپل ځان كار واخلو
480220