IQNA

په بحرين كښې قران د حفظ اوومنۍ نړيواله مقابله "جنيد عالم" ترسره كیږی

9:13 - October 20, 2009
د خبر لمبر: 1839302
نړيواله ډله: د قران اوومنۍ نړيواله د حفظ مقابله "سيد جنيد عالم" د يوې تجارتی مؤسسې "جنيد" په مرسته د لړم د مياشتې په دريمې تر پينځمې نیټې پورې د بحرين په پلازمينه "منامه" كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له بنا خبری اژانس یې نقلوی، د بحرين د قران كريم د خدمت د انجمن مشر «غانم البوعينين» په دې هكله وويل: ډيرو قرانی حافظانو په دې مقابلې كښې د ګډون لپاره د چمتووالی څرګندونه كړې ده.

هغه زياته كړه: د دې مقابلې د ګټونكيو لپاره ډېر ارزښتمن انعامونه په نظر كښې اخستی شوی دی. چې له مقابلې ختميدو په اخرنۍ ورځ به هغه تقسيمیږی.
480700
captcha