د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له theunity.org یې نقولی، دا سمينار د تركیې د اسلامی تحقيقاتو د مشر «محمد آكتيف آيدئن»(Mehmet Akif Aydın) د اسلام نړۍ د غير دولتی د انجمنونو د اتحادیې ستر سكتر «نجمی صادقاوغلو»(Necmi Sadıkoğlu) او د اسلامی نړۍ د غونډې د ستر سكتر «عبدالله بن عبدالمحسن التركی» او د ډېرو پوهانو په ګډون سره د چهارشنبې په ورځ شورو كیږی.
د دې سمينار د ترسره كولو غرض د دينی تعليماتو په خپرولو كښې د مطبوعاتو د رول څیړل دی.
د اسلامی نړۍ د پوهنتونو د اتحادیې مشر «جعفر عبدالسلام» له مصره د مكې مكرمې د ام القراء د ارتباطاتو د پوهنځای استاد «اسامه صالح الحريری» د تركیې د فاتح پوهنتون د علمی ډلې غړې «عثمان ائوزسوی»(Osman Özsoy) ځينې له هغه كسانو څخه دی چې په دې سمينار كښې به خبرې اترې كوی.
دا سمينار به د چهارشنبې په ورځ ماځیګر څلور بجې د تلی د مياشتې په 29 نیټۀ د تركیې د اسلامی څیړنو د مركز د مشر «محمد آكتيف آيدئن» په خبرو سره شورو كیږی.
481393