د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د راصد خبری اژانس یې نقلوی د عربستان سعودی مشرانو په يو پټ او محرمانه ليك كښې چې د راصد خبری چينل ته په لاس ورغلی دی په يو قوم پرستانه طريقې حكم وركړی دی چې د شيعو جماتونه امام باړې او هديرې دې د دوی د اوسيدو له ځايه لكه «نجران»، «قطيف» او «احسا» پرته بل ځای كښې جوړې نه كړې شی.
هغوی همدارنګ د شيعو په منطقو كښې د سنيانو جماتونه جوړ كړل چې پكښې خارجی كسان د جمات امامان شوی دی او همدارنګ په هغې كښې یې د شيعو لمونځ كول او تلل راتلل بند كړی دی.
482051